امنیت

په غزني کې چاوديدونکي توکي له منځه يوړل شول

غزنى/ باختر د ليندي اوولسمه :
يوه اندازه چاوديدونکي توکي او هغه پرزې چې په ماين جوړولوکې کارول کيدې، پرون په غزنې ولايت کې کشف او له منځه يوړل شوې .
د غزني ولايت امنيه قومانان مل پاسوال محمد زمان باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ د منسوبانو د هڅو او هاند له امله يوه اندازه چاوديدونکي توکي او پرزې چې د ډار اچوونکو له خوا په ماين جوړولوکې کارول کيدې، د غزنې ښار په مربوطاتوکې کشف او له منځه يوړل شوې .
ده زياته کړه چې په دغو توکوکې چاوديدونکي مواد، د ماين څو اداره کوونکي دستګاوې، د ماين پټاقۍ، د ماين فيوز، د ماين آخذه او د توغندي ويشتوونکى حق سوق شامل وو.
  ختم_ ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته