ټولنه

دسولې او ملي يووالې اوونۍ په ځينو ولايتونو کې ونمانځل شوه

کابل باختردوږي دمياشتې ٣٠ :
دسولې اوملي يووالې اوونۍ  اودهيواد دسولې دعالي شورا درييس دسولې دشهيد استاد پروفيسر برهان الدين رباني دشهادت لومړي تلين نن هم په ځينوولايتونو کې  درناوي وشو.
دغه  غونډي چې دفراه ، تخار  اوبغلان  په ولايتونوکې  جوړي شوي وي واليانو ، دولايتي او دسولې د شوراګانو رييسانو ،مجاهدينو ، امنيتي منسوبينو ، قومي مخورو او ددغو ولايتونو په سلګونو تنو اوسيدونکو ګډون کړي و.
ويناوالو  وويل  هغو کسانو چې  دملت  دسرلوړې په خاطر  مبارزه کړې ده کارنامي په يې زموږ دهيواد په تاريخ کې  وليکل شي .
ويناوالو  استاد رباني دسولې دلاري شهيد اودجهاد اومقاومت مشر وباله  او ويې ويل چې شهيد استاد خپل ګران عمر دهيو اد  دازادي لاري ته وقف کړ او پرې نښودل چې دښمنان  زموږ په هيواد سيوري وکړي .
برخه والو وويل هغه کسان  چې  زموږ په ملي شخصيتونو بريد کوي غواړي په خپل دغه کار سره  په خلکو  حکومت وکړي دپرديو  اوبهرنيو مزدوران دي .
دغه راز ويناوالو  ملي وحدت اوپه هيواد کې دميشتو قومونو اومليتونو دپيوستون په باب خبري وکړې  اوخلک يې  يووالې ته راوبلل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته