سیاست

دانجنيرمحمدخان دخواښنۍ پيغام

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٤

په ننګرهار او کابل ولایتونو کې د بمي چاودنو په اړه د اجرائيه ریاست د
لومړي مرستيال انجنيرمحمدخان دخواښنۍ اوډاډګيرنې پيغام
په ډېر خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د ننګرهار ولایت په سره رود
ولسوالۍ کې دجذب او جلب د محصلانو پرموټر او د کابل د بګرامیو ولسوالۍ
په اړوند ه سيمه کې دبمي بریدونو له امله د پوهنې وزارت کار کوونکي او زموږ ګڼ شمېربېګناه هېوادوال شهیدان شول.
دغه ډول بریدونه د هغو کړیو کړنې دي چې هیڅکله نه غواړي دغه مېړنی ولس
په سوله او امن کې ژوند وکړي او غواړي د دې ډول بریدونو په تر سره کولو
سره د خلکو تر مینځ ویره او ډار خپور کړي.
د ملي یووالي حکومت به د دې ډول ترهګریزو بریدونو قاتلین تر کلکې څارنې تعقیب
لاندې ونیسي او هیڅکله به هم دښمن ته د دې فرصت ورنه کړي چې خپلو
ناولو موخو ته د رسیدو په خاطر دغه ډول ناځوانه بریدونه تر سره کړي.
دغه ډول بریدونه په کلکو ټکو غندو او ددغو پېښو ټولو شیهدانوته د الله
تعالی(جل جلاله) له دربار څخه د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي اوبشپړروغتيا
او کورنیو ته يې د جمیل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته