سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دبريتانيا دبهرنيو چارو وزارت داسيا او اوقيانوسيه په چارو کې ددولت له وزير سره وکتل .

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
دهېواد دبهرنيو چارو وزارت  سياسي معين  ادريس زمان دبريتانيا  دشاهي هيواد  دبهرنيو چارو وزارت  داسيا او اوقيانوسيه په چارو کې  ددولت له وزير  مارک  فيلد سره  وکتل
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې  دهېواد دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  په تيرو اوولسو کلونوکې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې دبريتانيا دمرستو يادونه وکړه او دافغانستان ددفاعي او امنيتي ځواکونو دظرفيتونو دلوړولو په لاره کې ددغه هېواد رول ارزښتناک وباله .
  دواړو لورو  دکابل بهير ددريمې  غونډې  دجوړولو ،  دجمهوري رياست دانتخاباتو  او دافغانستان  په مشرۍ اومالکيت دسولې  دبهير په باب  خبرې اترې وکړې .
ختم _ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته