سیاست

دحامد کرزي بنسټ يو کلن شو.

کابل باختر دوري يو ديرشمه :
د حامد کرزي بنسټ د کالیزې د نمانځنې غوڼده کې چې نن په کابل کې جوړه شوه د دغه بنسټ اجرایوي رئیس ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په تېر یو کال کې د حامد کرزي بنسټ د فعالیتونو او لاس ته راوړنو په هکله د دغه بنسټ کالنۍ رپوټ وړاندې کړ.
دپخواني جمهور رييس حامد کرزي دمطبوعاتي دفتروياند باختر آژانس ته خبر ورکړ 
ورپسې د افغانستان پخواني جمهور رئیس، حامد کرزي بنسټ سره د پوهنتونونو، لوړو زده کړو موسساتو او ملي سوادګرو د مرستو او د د غه بنسټ له لارې افغان محصلینو ته د هندوستان، روسیې او چین هېوادونو د سکالرشیپونو او مرستو ستاینه او مننه وکړه.‌
پخواني جمهور رئیس همداراز له ملي سوداګرو وغوښتل څو د هېواد ځوان نسل ته د تحصیلاتو د زمینې د برابرولو لپاره د حامد کرزي بنسټ سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او خپلې مرستې زیاتې کړی.
د دغې غونډې په پای کې د حامد کرزي بنسټ مرستندویه بنسټونه او اشخاصو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته