ورزش

دهيواد دکاراتې لوبغاړي فريدون يعقوبي داستانبول په سياليو کې دسپينو زرو مډال ترلاسه کړ .

کابل باختر د مرغومي دريمه :
  دهيواد دکاراتې لوبغاړي فريدون يعقوبي داستانبول  په نړيوالو سياليو کې  دسپينو زرو مډال  ترلاسه کړ .
دباختراژانس دخبر له مخې ،  دکاراتې نړيواله سيالي  دپنځه ويشتو هيوادونو دورزشکارانو ترمنځ  دروان کال  ددسمبر دمياشتې  له نولسمې نيټې څخه  تر يو ويشتمې نيټې پورې دترکيې  په استانبول ښار کې  ترسره شوه او په دغوسياليو کې  فريدون يعقوبي  وکولى شول  خپلو روسي ، اذربايجاني او ترکمنستاني  سيالانو ته ماتې ورکړي او دخپل اوکرايني سيال په وړاندې  ماتې وخوري . او ددغوسياليو دسپينو زرو مډال وګټي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته