سیاست

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير: په افغانستان کې سوله او ثبات د ترکيې لپاره اهميت لري

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
د افغانستان او ترکيي د بهرنيو چارو وزيرانو په هغې کتنه کې چې په دې وروستيو وختوکې يې په کابل کې وکړه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د سيمه ئيزو مسئلو په اړوند خبرې وکړې .
د باختر آژانس دخبر له مخې:
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير چاوش اوغلو په دې وروستيو وختوکې کابل ته سفر وکړ او د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني په ګډون يې له افغان مقاماتو سره د بېلابېلو مسئلو په باب ګټورې خبرې وکړې .
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د اوبو د زيرمو د مديريت په برخه کې د ترکيې جمهوريت زياتو تجربو ته په اشارې سره يې په دې برخه کې د افغانستان د حکومت د کادرونو د روزنې په لاره کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه .
وروسته د ترکيې جمهوريت د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو له وزيرسره دکتنې له امله دخوښۍ د څرګندونو په ترڅ کې وويل چې د دوست او ورور هېواد په  توګه په افغانستان کې سوله، امنيت او ثبات ترکيې ته اهميت لري او دغه راز دې ته په پام  نيولو سره چې په افغانستان کې سوله اوثبات دټولې سيمې د سولې او ثبات په ګته دي، ترکيه ژمنه ده تر هغه وخته پورې چې اړتياوې محسوسه وي؛ په دې لاره کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي .
چاوش اوغلو وويل چې ترکيې تر ٢٠١٧ کال پورې او له هغه وروسته په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموريت د دوام ملاتړ کړى دى او د پخوا په شان تر ٢٠٢٠کال پورې د وارسا په غونډه کې د افغانستان له ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو سره په مالي ملاتړکې خپله  ونډه اعلام کړي .
په دې کتنه کې دواړو لورو په اقتصادي برخو، پانګونه، سوداګرۍ، ترانزيت، د لاجوردو د لارې د پروژې، د استانبول د بهير د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزارتونو ترمنځ د همکاريو، روزنې او د لوړو زده کړو په برخه کې  همکارۍ، د ترکيې جمهوريت له خوا په کابل کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي پوهنتون د جوړولو او د قندهار او هرات په ښارونوکې د ترکيې د جنرال قونسلګريو د پرانستلو په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته