سیاست

دبهرنيو چارو وزير دامريکا دجنوبي اسيا دملي امنيت د شورا دچارو له رييسې سره وکتل .

کابل باختر دلړم  نولسمه :
دهېواد دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين  رباني نن په منځني اسيا کې دامنيت او پراختيا دپايښت  دنړيوالې غونډې په څنده  کې دمتحده ايالاتو دجنوبي اسيا دملي امنيت دشورا دچارو له رييسې  ميرمن ليسا کرتس سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت وياند باختراژانس ته وويل په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزير دافغانستان له دريځ  څخه دملاتړ لپاره دمتحده ايالاتو له سيمه ئيزو فعاليتونو په تيره بيا  دافغانستان او دجنوبي اسيا لپاره  دمتحده ايالاتو دنوي ستراتيژي له اعلامولو  وروسته مننه وکړه .
  وروسته  ميرمن کرتس  له تروريزم سره دجګړې دنوي ستراتيژي داغيزو او دسيمې او دسولې دبهيرترلاسه شوي  پرمختګونه څرګند کړ .
دغه راز دواړو لورو  دانتخاباتو دترسره کولو ، سياسي او امنيتي  حالاتو، دسولې اوسيمه ئيزې ټولنې دخبرو اترو په باب  خبرې وکړې .
په پاى کې دمتحده ايالاتو ځانګړې استازې  دښو اوبد له توپير پرته د ډار اچوونکو له ټولو ډلو سره په جګړې ټينګار وکړ .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته