کابل باختر دليندى نولسمه :
دهرات ولايت دفوټبال دغوره ليک دستنيدو دپړاو سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل په دغوسياليو کې داتفاق اودسرخ پوشانو ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه دصفر په وړاندې په يوې سره دسرخ پوشانو ټيم په ګټه پاى ته ورسيده .
دغه سيالۍ په هرات ولايت کې داتو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ