امنیت

دجوزجان ولايت په زرګونو تنو خلکو دافغانستان دامنيتي ځواکونو دمستقلانه دفاع دپيل ملاتړ وکړ .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
دجوزجان ولايت په زرګونو تنو خلکو نن دشبرغان ښار په  بخدي پارک کې ديوې سترې غونډې په ترڅ کې دافغانستان دامنيتي ځواکونو  دمستقلانه دفاع دبهير له پيل او له سولې سره دپيوستون  لپاره له وسله والو مخالفينو څخه دجمهوري رياست دلومړي مرستيال  ستر جنرال عبدالرشيد دوستم له بلنې سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې غونډه کې چې  دجوزجان ولايت سرپرست  دملکي او نظامي ادارو رييسانو ، په جوزجان ولايت کې ميشتو امنيتي ځواکونو دولايتي شورا رييس  او غړو او دجوزجان ولايت دملي غورځنګ دځوانانو او دښځو دشوراګانو رييسانو برخه لرله دجوزجان ولايت سرپرست او ددغه ولايت څو تنو اوسيدونکو دخبرو په ترڅ کې  دمستقلانه  دفاع پيل او افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو سپارل په هيواد کې دسولې او ټيکاو دټينګښت  لپاره زموږ دخلکو دمبارزو يو نوى فصل وباله .
  دوى په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې دسولې له بهيرسره  د پيوستون لپاره وسله والو مخالفينو ته دجمهوري رياست دلومړي مرستيال  بلنه هم دهيواد دشمال دولايتونودټولو خلکو دپاملرنې  وړ ګرځيدلې ده اوتراوسه پورې يې مثبتې نتيجې ورکړي دي .
ويناوالو له دغه سياست سره دخپل ملاتړداعلامولو په ترڅ کې  له خلکو څخه وغوښتل چې دخپلو امنيتي ځواکونو چې  په بشپړې  ميړانې اوزړورتيا سره يې دهمت ملاتړلې ده  چې په خپل ګران  هيواد کې امنيت اوثبات ټينګ کړي ملاتړ وکړي ځکه داکار ددې سبب کيږي چې دوى وکولاى شي  په  زياتې مينې او علاقمندۍ سره خپلې دندې ترسره کړي .
ويناوالو دهيوادامنيتي ځواکونو ددې خاورې رښتيني  بچيان وبلل اوويې ويل چې له دغو ځواکونوسره ملاتړ دافغانستان دمقدس  حريم ددفاع او له ترور  او وحشت سره دمبارزې  مانا لري چې ددې هيواد دهر وګړي دنده ده .
  په دې غونډه کې دجوزجان ولايت يو تن عالم هم دخبرو په ترڅ کې دهيواد له امنيتي ځواکونوسره ملاتړ دديني لارښوونو پربنسټ  وباله اوزياته يې کړه چې دغه ځواکونه په هيوادکې دامنيت دتامينولو  او دنظم او داسلامي دولت دستنو دټينګښت لپاره مبارزه کوي اوپياوړي کول يې دخلکو يوه دنده هم ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته