کابل باختر د کب نهمه :
دبلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې پنځلس کيلومتره سړک ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
دغه سړک ددغې ولسوالۍ دسرنيش په کلي کې د فوايدعامې وزارت له بودجې څخه دنولسو مليونو افغانيو په لګښت ترميم او کريړ پرې اچول شوى دى .
دبلخ ولايت دفوايد عامې رييس انجنير ظفر دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه سړک چې اووه نيم متره سور لري دشپږومياشتو په بهير کې بشپړ شوى دى او له دغه سړک څخه دشپږ پنځوسو اړوندو کليو لس زره تنه اوسيدونکي استفاده کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ