امنیت

يووسله وال طالب ووژل شو اوپنځه ديرش تنه نور ونيول شول.

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٣ :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې يووسله وال طالب ووژل شو او پنځه ديرش تنه نور ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفترباختر اژانس ته خبر ورکړ.
امنيتي ځواکونو په تيروڅلرويشتو ساعتو کې دبغلان ، کندز، قندهار ، ارزګان ، غزني ، خوست ، فراه  اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يو ياغي طالب ووژل شو اوپنځه  ديرش تنه نور ونيول شول .
په دغو عملياتو کې دپنځوډول ډول وسلو ، دهاوان ددري اويا ماينونو ، نهه ويشتو ډول ډول ماينونو ، څلورو لاسي  بمونو اوپه چاوديدونکو توکوبار ديو موټر په ګډون  يوه اندازه سپک اودرانده جنګي وسايل اومهمات دملي پوليسو دځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو منسوبينو پرون دامنيتي ګزمو په بهيرکې څلور بوشکې چاوديدونکي توکي اودميزائيلو څلور ماينونه چې په دې وروستيو وختو کې دياغي طالبانو له خوا دورانکارو اوتروريستي بريدونو دترسره کولو لپاره دزابل اونيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى  شوي  و کشف  اوله منځه يوړل .
ديوبل خبرله مخې، دکابل دامنيې قوماندانۍ دملي پوليسو منسوبينو پرون نهه تنه دوژنې اوغلا په اړوند دکابل ښار داتمې  اونهمې  حوزې په مربوطاتوکې ونيول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته