سیاست

ډاکتر انديشه د ايران له سفير سره وکتل

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧ نيټه :
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اداري او منابعو معين ډاکتر نصير احمد انديشه نن په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت له سفير محمد رضا بهرامي سره وکتل.
باختر آژانس ته د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتوله مخې:
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ترانزيتي ګډې کمېټې د درېمې غونډې د جوړولو، د افغانستان د اسلامي جمهوريت او ايران ترمنځ  د سوداګرۍ او ترانزيت د زياتې ودې او پراختيا په لاره کې د ورېښمو د دويم پله  د جوړولو د تفاهم ليک د بشپړولو او دغه راز په هرات ولايت کې د ايران د جنرال قونسلګرۍ د ودانۍ د کار د بشپړيدو په باب خبرې اترې وکړې.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته