امنیت

افغان پوځيان په بشپړه توګه دنورستان د لارې پاکولو ته نږدې شوي دي .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٣ په داسې حال کې چې دکونړ ولايت په مربوطاتو کې پراخ پوځي عمليات په خپل قوت سره دوام لري افغان پوځي مقاماتو دنورستان د لارې دبيا پرانستلو لپاره دپرمختګونو خبر ورکړ. دغه عمليات دسل ګونو تنو افغان پوځيانو په ګډون دکونړ او نورستان دولايتونو په اړوندو ساحو کې د پنجشنبې له ورځې څخه پيل شوي دي او په خپل قوت سره دوام لر ي. ددغو پراخو پوځي عملياتو دترسرکولو هدف دنورستان او کونړ دولايتونو ترمنځ دلارې بيا پرانستل بلل شوي دي . دغه لاره کونړ، لغمان او ننګرهار سره دختيځ ولايت نورستان دپيوستون مرکز دى افغان پوځيانو ددغو عملياتو له پيل څخه د دريو ورځو له تيريدو وروسته اعلام وکړ چې د دغې لارې دبيا پرانستلو لپاره يې پرمختګونه کړي دي . دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل باختر آژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې يې دکونړ او نورستان دولايتونو په تګلورې په تيره بيا دګوسلک په ساحه کې دوسله والو طالبانو څو پټنځايونه دړې وړې کړي دي. ددغه مقام دڅرګندونو له مخې : په دغو عملياتو کې څلورتنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور يې ټپيان شوي دي. ده زياته کړه : دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې دملي اردو دوه تنه سرتيري او يو پوليس ټپيان شوي دي. سيدخيل هيله وکړه چې دنورو پټنځايونو په له منځه وړولو سره دغه لاره د ترافيکو پرمخ بيا پرانستل شي. دکونړ او نورستان دولايتونو په مربوطاتو کې دغه لاره په وروستيو کلونو کې دوسله والو طالبانو په ګډون د تروريستي ډلو په شتون او فعاليت سره د دغو سيمو په اوسيدونکو ، سپرليو او په خوراکي توکو بار کاروانونو د ډيرو خونړيو بريدونو ډګر دى . سيمه ييز مقامات وايي چې دتروريستي ډلو له شتون څخه ددغې لارې پاکول به په نورستان کې دخلکو په ژوندانه او اقتصاد اودخوراکي او لګښتي توکو په پريماني باندې مثبته اغيزه ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته