کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت دامر او داستخباراتو دامر د سپرۍ پوځي ټانګ نن په خواجه غار ولسوالۍ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله يې د دوى دوه تنه ساتوونکي شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول.
دتخار دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر باختر آژانس ته وويل :په دې پيښه کې دامنيت امر او د استخباراتو امر ته زيان نه دى اوښتى.
دپيښې ټپيان دتخار ولايت ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي او د روغتون روغتيايي مسوولينو د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .