امنیت

په هلمند کې د طالبانو پر مرکز د ځانګړو ځواکونو برید

کابل/ د سلواغې ۱۲مه/ باختر
په هلمند کې د طالبانو پر يو مرکز د ځانګړو ځواکونو په برید کې ٨ ډار اچوونکي ووژل شول.
دغه برید تېره شپه هغه وخت ترسره شو چې طالبانو د کجکي ولسوالۍ بازار ته څېرمه په خپل مرکز کې د ډار اچوونکو بریدونو طرحه کولو لپاره راټول شوي وو.
د هېواد په جنوب کې د ځانګړو ځواکونو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په برید کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوى مرکز له ټولو جنګي وسایلو سره يې له منځه لاړ.
د یو بل خبر له مخې:
په هلمند کې د وسله والو طالبانو دوه زېرمې کشف شوې.
دغه زېرمې د سنګین ولسوالۍ او د لښکرګاه ښار ته څېرمه د طالبانو په پټنځیوکې ساتل کېدې.
د هلمند پولیس وایي چې له دغو زېرمو څخه سپکې او درندې وسلې، ماینونه او لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.
په یو بل خبر کې ويل شوي دي چې پوځیانو د هلمند په ګڼ مېشتو لاروکې د ٨ ماینونو کشف سره د یو لړ چاودنو مخه ونیوله.
طالبان د دغو ماین ښخونو عاملين بلل شوي دي.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته