امنیت

دوه تنه پوليسان ټپيان شول

کابل – باختر دثور دمياشتې ١٣
دوه تنه پوليسان نن د کندز ولايت په يوه واټ کې د ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوه تنه پوليسان هغه وخت دماين دچاودنې له امله ټپيان شول چې د خان آباد ولسوالۍ د پوليسو د دريمې حوزې دآمر د سپرلۍ موټر په ماين وخوت. خبرځاى زياته کړه: د دغه ماين د چاودنې له امله د دريمې حوزې آمرته زيان ونه رسيد خو دوه تنه پوليسان ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او ډاکترانو د يوتن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته