سیاست

داسحق زو دقوم ټولنيزې شورا له محمدکريم خليلي سره وکتل.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٥
داسحق زو دقوم دټولنيزې شورا يو شمير غړو نن له غرمې  وروسته دجمهور رييس له دويم مرستيال  محمدکريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دکتنې برخه والو د دغې شوراد جوړولوهدف چې له ټول افغانستان څخه داسحق زو دقوم له مخورو مشرانو او فرهنګيانو څخه  جوړه شوې ده  دافغانستان  د ورونو قومونو ترمنځ ديو والي او پيوستون  پياوړتيا  وباله  او څرګنده يې کړه هلې ځلې کوي چې دافغانستان د خلکو دبيلابيلو قشرونو ترمنځ  د يو والي او پيوستون دټينګښت په  لاره کې لا زيات فعاليت وکړي .
د دوى دڅرګندونو له مخې  :  د افغانستان دخلکو ترمنځ يو والي او پيوستون يو اساسي لومړيتوب شميرل کيږي چې له شک پرته  و اوسني نظام دټينګښت او ديو باثباته  راتلونکي په لور دافغانستان د پرمختګ په لاره کې مثبته اغيزه کوي.
وروسته دجمهور رييس دويم مرستيال محمدکريم خليلي ددغې شورا دجوړولو په لاره کې داسحق زو دقوم دمشرانو سپين ږيرو او مخور اقدام  وستايه او ويې ويل چې دوګرنيو مدني مرکزونو جوړول يو سترګام دى چې دهيواد له اتباعو سره د دوى دغوښتنو د رسيدو  په لاره کې مرسته کوى .
دجمهور رييس مرستيال داسحق زو دقومي شورا دجوړولو له امله دکتنې برخه والو ته مبارکي  وويله   او څرګنده يې کړه چې دوګړنيو شوراګانو جوړول دټول هيواد په ګټه دي  او دخلکو ترمنځ ديو والي او پيوستون دپياوړتيا  په لاره کې تاريخي هلې ځلې دي .
ده دخلکو دستونزو او غوښتنو دڅيړنې په لاره کې د ټولنيزو شوراګانو او وګړنيو مرکزونو رول ګټور او اغيزمن وباله او له دغو مرکزونو سره يې د اړوندو  دولتي ارګانونو په  همکارۍ  باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته