امنیت

د هېواد په ختيځ کې شپږ چاودنې شوې دي

کابلباختر د زمري ٢٨ مه
د ننګرهار چارواکي وايي چې نن سهار د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي ۶ ماینونه شنډ کړى شوي، خو ۶ نورو يې چاودونې کړې دي.
ځايي چارواکي وايي چې په چاودنو کې اوولس ملکي وګړي ټپيان شوي چې لس يې له درملنې وروسته رخصت شوي، خو پاتې ټپيان لا هم تر درملنې لاندې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال  ته وويل چې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځنې په درشل کې د وطن دښمنانو له لورې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو چې شپږ یې شنډ شوي، خو شپږ نور يې چاوديدلي دي.
سرچينه زياتوي چې په چاودنو کې اوولس ملکي وګړي ټپيان شوي چې لس يې له لومړنۍ درملنې څخه وروسته رخصت شوي او پاتې نور يې لا هم تر درملنې لاندې دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا روغتياپالانو د پېښې د درېيو ټپيانو حالت نازک ښودلى دى.
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د ولسي خلکو له لورې په بي ساري ډول سږ کال د خپلواکۍ سلمې کلیزې نمانځنې مراسم ترسره شول .
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته