سیاست

جمهوررییس محمداشرف غني د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره وکتل

کابل / د غبرګولي ۲۲ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او شخړو د اوارولو لپاره د منځګړيتوب په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت  استازي ډاکټر مطلق بن ماجد القحطاني په مشرۍ راغلي له  پلاوي سره وکتل.

د جمهوری ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې ډاکټر مطلق بن ماجد القحطاني او مل پلاوي، جمهوررییس غني ته د افغانستان د سولې  پروسې په اړه د خپل هیواد د همکاریو ډاډ ورکړ او د سولې بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو هیله یې وښوده.

جمهوررییس غني ډاکټر القحطاني او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، سوله زموږ د خلکو اساسي غوښتنه او د افغانستان حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه ده، د افغانستان حکومت او ولس سولې ته ژمن دي.

جمهوررییس په ټینګار وویل، د افغانستان حکومت د تلپاتې او باعزته سولې د تامین لپاره عملي ګامونه اخیستي او هیله ده چې د دغې پروسې نور دخیل اړخونه هم ورته عملي ګامونه پورته کړي.#

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته