کابل باختر دليندي دويمه :
په نيمروز ولايت کې پرون دپوليسو په يوې امنيتي پوستې دطالبانو دبريد له امله دوه تنه شهيدان شول .
دملي امنيت درياست يوه کارکوونکي چې دنامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو د نيمروز ولايت دخاشرود ولسوالۍ په منار کلي کې په يوه امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې دوه تنه پوليسان شهيدان شول .
ده وويل چې په دې نښته کې يو وسله وال مخالف هم ټپي شوى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه نښته له يو ساعت وروسته پاى ته ورسيده او وسله والو طالبانو په شاتګ کړى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ