امنیت

دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو ونيول شول

کابل /د غبرګولې ٩مه /باختر
پوليسو نن په هرات او پنجشير کې دوه تنه د نشه يي توکود قاچاقو په تړاو ونيول.
د کورنيوچارو وزارت وياند طارق ارين د باختراژانس خبريال ته وويل له نشه يي توکوسره د مبارزې پوليسو په يوه کشفي اقدام کې يو تن له ٥٥ کيلوګرامه چرسوسره چې په ماهرانه ډول يې په يوموټرکې ځاى پرځاى کړى و، اوغوښتل يې چې کابل ته ولېږدوي اوبل کس يي د تابليت(کا) جوړولو په تړاو د هرات له انجيل څخه ونيول.
له دغه سړي څخه يوه دستګاه چې د تابليت(کا) په جوړولوکې ورڅخه استفاده کېږي له ٥٠٠کيلوګرامه نشه يي توکو سره نيول شوې ده .
ختم- ميرافغان- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته