فرهنګ

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت درسانه يي پاليسۍ نوى سلاکار او وياند ور وپيژندل شو.

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٠ :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن ، هارون حکيمي  ددغه وزارت  د رسانه يي پاليسۍ دسلاکار او وياند په توګه اړوندو رئيسانو او کارکوونکو ته  ور پيژاند.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت پرځاى شوي و ،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير درسانه يي پاليسۍ دنوي سلاکار او وياند  دمعرفي کولو په وخت کې   په داسې حال کې چې   ددغه وزارت  دخپرونو  دچارو ، فرهنګي اومالي  ، اداري او ګرځندوى معينانو او دغه راز يوشمير رئيسانو اوکارکوونکو هم برخه  لرله   وويل : چې  هارون  حکيمي  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت درسانه يي پاليسۍ دسلاکار او وياند په پست کې دغوره ځوانانوله  جملې څخه  دى  ، د ژورناليزم او دسياسي علومو په څانګو کې لوړې زده کړې  لري  او ليکوال اوشاعر هم دى.
داطﻻعاتو اوفرهنګ وزير ددې ترڅنګ  چې دنوې  دندې په ترسره کولو  کې
حکيمي ته  دزياتو برياليتوبونو هيله وکړه ويې ويل :  باور لرم  چې دى  دغه کاري مسووليتونه  په ښه توګه ترسره کولاى شي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درسانه  يي پاليسۍ  نوي سلاکار او وياند هارون  حکيمي هم په خبرو کې  په  دغې دندې  دخپلې ټاکنې په  خاطر  داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير داعتماد او باور له امله مننه وکړه او  ژمن شو چې  په خپلو  کاري  چارو کې به  ددغه وزارت   له نورو رييسانو سره په  همکارۍ کې  نه سترې کيدونکې  هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته