ټولنه

په تخار کې ديوه ښوونځي له نويو ودانۍ څخه ګټه اخستنه .

کابل باختر دوږي لومړي :
دالمان هيواد له خوا  دپنځومليونو دوه سوه زرو افغانيو په لګښت  په تخار ولايت کې  دسيد عبدالحى  شهيد  دښوونځي دودانۍ دجوړولو کار  بشپړ شو .
دتخار ولايت  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا  رييس  انجنير راز محمد فيض  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې  ددغه ښوونځي  ودانۍ د فرخار ولسوالۍ دخرماب په کلي کې ديو جريب ځمکې  په ساحه کې په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول  جوړه شوې ده . 
يوه اړونده خبرځاى وويل  ددغه ښوونځي په ودانۍ کې  اته  درسي او دوه اداري خونې  ، تحويلخانه ، دڅښاک داوبو څاه ، عصري تشنابونه او نور ملحقات شامل دي .
  ده زياته کړه  چې ددغه ښوونځي  دودانۍ دجوړولو کار په يوکال کې بشپړ شوى دى، دنجونو او هلکانو په ګډون  او څه دپاسه  شپږ سوه تنو  زده کوونکو ته يې  لازمې  روزنيزې اسانتياوې   برابرې کړې دي .
  دتخار ولايت  دپوهنې رياست  دمعلوماتو له مخې ددغه ولايت په مرکز او شپاړلس ګونو ولسواليو کې څه دپاسه  شپږ سوه  پنځوس ښوونځي  فعال دي . او په دغو ښوونځيو کې  دنجونو او هلکانو په ګډون څه دپاسه  څلور سوه  زره تنه  زده کوونکي په زده کړه بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته