ورزش

د هيواد د ساحلي فوټبال دملي ټيم يو ورزشکار له يوه برازيلي ټيم سره يوځاى شو

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٣١ :
د هيواد دساحلي فوټبال دملي ټيم يو لوبغاړى حضرت ګل باران له يوه برازيلي ټيم سره يوځاى شو.
دهيواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو آمرمرتضى دانش باخترآژانس ته وويل: دهيواد دساحلي فوټبال دملي ټيم لوبغاړى حضرت ګل باران د نړيوال جام په مقدماتي سياليوکې له ځليدو وروسته چې تېرکال په قطرکې ترسره شوې وې؛ وکولاى شول د برازيل  دکلپونو د ښوونکو نظرځان ته جلب کړي.
د دانش دڅرگندونوله مخې: باران له دريو اوونيو را په دې خوا له يوه برازيلي ټيم سره يوځاى شوى دى او قرارداديې د سياليو د دوو پړاونو لپاره دى او د ده د وړتيا له مخې ټاکل شوې ده  د يوبل کال لپاره  نوى شي.
د دانش دڅرگندونوله مخې:  حضرت ګل باران په کابل ښارکې د فوټبال سنايي او د خراسان د فوټبال په ټيمونوکې د بريالي لوبغاړى په توګه لوبې کولې او کله چې  دهيواد دساحلي فوټبال ټيم  جوړشو، ده په دې ټيم کې د ساحلي فوټبال په توګه لوبه کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته