امنیت

په فراه کې دوه تنه تروريستان ووژل شول

کابل باخترد وږي  پنځلسمه :
په فراه ولايت کې پرون د يوې تروريستي پيښې مخه ونيول شوه.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال  ماهر د باختر آژانس خبريال ته وويل: يو تروريست چې غوښتل يې په چاوديدونکو توکو بار په خپل موټر سره د پشت کوه ولسوالۍ په دولتي ودانۍ بريدکړي؛ هدف ته له رسيدومخکې دامنيتي ځواکونو له خوا ددغې ولسوالۍ د دز آباد دکلي په ساحه کې پرې ډزې وشوې او موټر يې وچاوديد او د تروريست مړى په بشپړه توګه ټوټې ټوټې او له منځه  تللى دى .
ديوبل خبر له مخې:
هغه سړي چې غوښتل يې يو بوشکه يي ماين د فراه ولايت په عمومي سړک کې  ځاى پرځاى کړي؛ د پوليسو په کمين کې ووژل شو .
وژل شوي سړى محمدعيسى نوميده او د بالابلوک ولسوالۍ د درانيو د کلي اوسيدونکى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته