امنیت

څلورنوي تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٧ :
د امنيتي ځواکونو د هغو ګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ترسره شول؛ څلور نوي تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباخترآژانس خبريال ته خبر ورکړ:
په دغو عملياتو کې چې دغزني، بادغيس، بغلان، فارياب، خوست او دپکتيکا د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ څلورنوي تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ شل تنه ټپيان او درې تنه نوريې د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
په دغوعملياتوکې يوه زياته اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو د دايکنډي، تخار، کندز، فارياب، جوزجان، قندهار، خوست او د غور د ولايتونو په  مربوطاتوکې شپږ ويشت ماينونه او د ميزائيلونهه ماينونه کشف او شنډکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته