امنیت

يو ماين ښخوونکى په فارياب کې دپوليسو له خوا ونيول شو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٦ : 
د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې  دملي پوليسو په يوه  کمين کې  يو ماين ښخوونکى له  ماين سره يې  ونيول شو.
د فارياب ولايت امنيه قوماندان او سرپرست  مل پاسوال عبدالنبي الهام باخترآژانس ته وويل :  دغه سړي تيره شپه  کله يې چې غوښتل د امنيتي ځواکونو دکاروان په تګلوري کې ماين ځاى پرځاى کړي دامنيتي ځواکونو له خوا دتابيعت له دوو جعلي تذکرو  او دپاکستان دهويت د دوو کارتونو  او له وسلې سره يې ونيول شو.
الهام زياته کړه  چې نيول شوي کس په خپلو لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړى دى  چې په څو تروريستي  او ځانمرګو  بريدونو  او دماينونو په چاودنو کې لاس درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته