امنیت

په بدخشان کې د ۶ تنو وسله والو وژل کېدل

کابل باختر د مرغومې ۱۰ مه
د بدخشان ولایت د تشکان ولسوالۍ په بېلابېلو  سیمو کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان د تېرو څلرویشتو ساعتو په اوږدو کې د افغان ځواکونو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي تر دې مهاله په تشکان ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو په پیل شویو عملیات کې ګڼ شمېر کلي د وسله  والو  له شتون څخه پاک شوي دي او عملیات لا هم دوام لري.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته