امنیت

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١
د افغانسان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د غونډې په پیل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې او پخلاینې ملي ستراتیژي چې په سیاسي او ستراتیژیکو کچو، د سوله دوستۍ د اساسي موخو په تحقق، د سولې پروسې د واضح میکانیزم په پېژندنه او نوي تعریف، په ریفورم او د جوړښتونو او تشکیلاتو په اصلاح، د سولې په پروسه کې د ښځو او مدني ټولنې د رول په زیاتوالي، د حساب ورکولو میکانیزمونو، شفافیت، څارنې، اعتبار او موثریت په پیاوړتیا باندې تمرکز لري، بحث وشو.
دا ستراتیژي له تېر څخه د زده شویو درسونو او تجربو او نننيو شرایطو پر بنسټ د سیاسي مذاکراتو د ترسره کولو، د ملي اجماع د ایجاد او د سولې د ملي پلان د ترتیب زمینې د برابرولو او په هېواد کې د پایداره سولې د تحقق او په هېواد کې د سولې فرهنګ د ترویج او بنسټيز کولو په موخه تدوین شوه.
دملي امنیت شورا د هېواد د سولې عالي شورا څخه په مننې د دې ستراتیژي د تدوین په برخه کې د رڼو او موثرو میکانیزمونو په چوکاټ کې د بین الافغاني سولې پروسې پر تداوم د ټولنې د ټولو اقشارو او په ځانګړي ډول د ښځو او مدني ټولنې په فعاله ونډه ټینګار وکړ.
پر دې سربېره د افغانستان له ټولو سوله دوستو خلکو وغوښتل شول چې د سولې عالي شورا سره یو ځای د دې ستراتیژۍ د اساسي مقاصدو د تحقق په برخه کې چې د عادلانه او پائیداره سولې تحقق، د سولې د فرهنګ بنسټيز کول او سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه غوړېدا او په هېواد کې له خپلو حقونو څخه د خلکو برخمن کېدل دي ، کوښښ وکړي.
دملي امنیت شورا له هر اړخیزو بحثونو او د سولې عالي شورا د مخکېنیو فعالیتونو او د هغوی د راتلونکو برنامو له ارزونې وروسته  په هغه اړه لازمه لارښوونه وکړه او پرېکړه وشوه چې د غونډې بحثونو ته په پام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې او پخلاینې ملي ستراتیژي د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو د هېواد د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هلمند، ننګرهار، ارزګان، فراه، کندهار، غور، فاریاب، بادغیس اود کندزد ولایتونو په اړه راپور وړاندې کړ.
غونډې د امنیتي ګواښونو له هر اړخېزې ارزونې وروسته د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
دملي امنیت شورا غونډې همدارنګه د ښاغلي احمدخان ایشچي د ادعا په اړه د وروستۍ پېښې د څېړنو بهیر د پیل د څرنګوالي په اړه د لوی څارنوال راپور واورېد او په دې اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
په پای کې د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ل کال لپاره د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو د پلان طرحه غونډې ته وړاندې شوه. دملي امنیت شورا یاده طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه او د هغې د تطبیق په موخه یې اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وکړې او له دفاعي او امنیتي ارګانونو او د سیمه ییزو ارګانونوله خپلواکې ادارې څخه یې وغوښتل چې د کرل شويوکوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته