نړۍ

دپاکستان اردو ډيرژر په قبايلي سيمو کې عمليات پيلوي

واشنګټن باخترد زمري ٢٤

دامريکا ددفاع وزير ليون پنيتا پرون وويل: د پا کستان اردو ويلي دي چې ډير ژر دډيورنډ له کر ښي اخوا د پا کستان لوري په قبايلي سيمو کې چې په القاعده پورې اړوند دحقا ني شبکې پټنځاى بلل کيږي ،جنګي عمليات پيلوي

دپاکستان دډي،نيوز انترنشنل ورځپاڼې ديوه خبري اژانس دڅرګندونو له مخې خبر ورکړ پنيتا چې په پنتا ګون کې يې په خپل دفتر کې خبرې کو لې ، ويلي دي ، دپا کستان د اردو لوى درستيز جنرال اشفاق پرويز کيا نى په وروستيو خبرو کې چې په افغا نستان کې يې دامريکا يي ځوا کونو له لوى قوماندان جنرال جان الن سره درلودې ، ويلي دى چې په قبايلي سيمو کې دعملياتو پلان لري

پنيتا وويل : په دقيق ډول نه پوهيږي چى دغه عمليات به کله پيل شي خو په نږدي را تلونکى کې به پيل شي چې مهم هدف يې پاکستا ني طالبان نه دي بلکي دحقا ني شبکه به وى ؛دحقا ني شبکې مشر په افغا نستان  د امريکا له يرغل وروسته ددغه هيواد له ختيځ څخه  شمالى وزيرستان ته تښتيدلى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته