امنیت

په لغمان کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه طالبان ووژل شول

کابل/ د سلواغې٢٨مه/ باختر
د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په په منجان سیمه کې پرون د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
د سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې په نښته کې د یوه سیمه ييز قوماندان په ګډون ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور یې ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې:
د سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزی وايي چې افغان ځواکونو د شېرزادو ولسوالۍ په ګودر سیمه کې د وسله والو طالبانو یو مشر نیولی دی.
ویل کېږي نیول شوي کس د ننګرهار په پچیر آګام ولسوالۍ کې دولت ضد فعالیتونه ترسره کول.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته