– کابل / د کب ۲۰مه / باختر
د کورنیو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتو د بشري حقونو له مشرې مېشل بیشلټ سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو مشرې ویلي چې په افغانستان کې ځینې ستونزې د تېرې ادارې میراث دي او د ځینو ننګونو لامل یې هم د اقتصادي سرچینو کمښت بللی ، خو ډاډ یې ورکړی چې په دې برخه کې د مرستې په هڅه کې دي.
هغې عمومي عفوه د ملي پخلاینې لپاره یو ستر ګام بللی او هیله یې ښودلې چې بشري حقونو ساتنې ته ډېره پاملرنه وشي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم ډاډ ورکړ او ویلي یې دي چې د افغانستان اسلامي امارت په عمومي عفوې سره د انتقامي فکر په له منځه وړلو کې پرمختګ کړی دی.
هغه څرګنده کړې ده چې له نړیوالو سره د اعتماد سازۍ لپاره د دوحې تړون یو مثبت اصل دی چې افغانستان چا ته ګواښ نه دی او هڅې کوي هغو ضمني ستونزو ته هم حللاره پیدا کړي چې تر نړیوالو رسېږي.
وهاج