نړۍ

دروسيې جمهوررييس له اوکراين سره له سرحدي سيمو څخه داوولسو زرو روسي ځواکونو دايستلو امر صادر کړ

مسکو ايرنا   باختر دتلې دمياشتې  ٢٠ :
دروسيې دجمهوررييس ولاديمير پوتين له اوکراين سره   په ګاونډ کې  له راستف  ولايت څخه ددغه هېواد داوولسو زرو  تنو پوځيانو دايستلو امر صادر کړ.
باخترآ ژانس دبهرنيو سرچينوله خولي خبر راکړ :   پوتين پرون  دغه امر د روسيې  ددفاع له وزير سرګي شايګو سره  په کتنه کې صادر کړ.
دروسيې د جمهوري رياست د دفتر د خبرله مخې :   پوتين امر وکړ  چې  د دغه هېواد په  جنوب کي په پراخو تمرينونو کې برخه وال پوځيان چې  د  راستف د سيمي په کمپونو کې ځاى پرځاى شوي وو ،  دروسيې په نورو ولايتونو کې خپلو دايمي استوګنځيو ته وليږدول شي  .
دغه تمرينونه  د روان کال د دوبي په وروستيو وختو کې ترسره شول  او په لسو ورځو کې  نږدې  څلويښتو زرو تنو برخه والو ځواکونو په هغو کې په ډول ډول وسلو سره  جنګي اقدامات تمرين کړل.
د اوکراين حکومت او د امريکا  او د لويديځو هېوادونو مقاماتو په وار وار د اوکراين پولې ته څيرمه  د دغو پوځيانو د ځاى پرځاى کيدو په نسبت انديښنه څرګنده کړې ده او له روسيې څخه يې  له اوکراين سره  له پولې څخه  لري سيمو ته دهغو دليږدوني غوښتنه کړې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته