امنیت

درې تنه ماين ښخوونکي ونيول شول

 

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٣ :

دملي اردو منسوبينو نن درې تنه وسله وال  مخالفين په قندهار  ولايت کې  د ماين دښخولو په وخت کې لاس په لاس ونيول او يوه زياته اندازه وسلې اومهمات يې ترلاسه کړل.

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل: د ٢٠٥ اتل قول اردو منسوبينو درې تنه وسله وال مخالفين چې غوښتل يې د قندهار ولايت د ژيړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ماينونه  ښخ کړي؛  لاس په لاس ونيول  .

افغان امنيتي ځواکونو دقندهار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې دپرسونل ضد يوولس ماينونه، پنځه کيلوګرامه باروت ،  ٣٢ کيلوګرامه کيمياوي توکي او اوه اويا بوري چرس دعملياتو په بهيرکې ترلاسه کړل  .

د ژيړۍ ولسوالۍ په يوه بله سيمه کې له يوې اندازې  مهماتو سره درې سپکې وسلې ، درې ماينونه  او د ماين  جوړولو يوه اندازه وسايل ترلاسه  کړل .

ديوبل  خبرله مخې: دپکتيا ولايت د وزي ځدران ولسوالۍ په مربوطاتوکې  د ٢٠٣ تندر قول اردو منسوبينو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې يومشکوک  ونيوه ،  دوه کلاشينکوفونه ، يوه مخابره ، د موزاييلو دوه ماينونه اويوه اندازه مهمات ترلاسه کړل.

ديوبل خبرله مخې: دهلمندولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې دماين دچاودنې له امله دملي اردو دوه تنه منسوبين ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته