کابل باختر د سلواغي څوارلسمه :
دوه تنه ماين ښخوونکي تيره شپه دهلمند ولايت په مربوطاتو کې دماين ښخولو په وخت کې دملي اردو د ځواکونو له خوا ونيول شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ :
دوه تنه وسله والو طالبان کله يي چې غوښتل دوسايطو ضد يو ماين دهلمند ولايت دموسي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړي دملي اردو دځواکونو
له خوا د ګزمي په بهير کې ونيول شول .
د يوبل خبر له مخې : دوسايطو ضد يو ديرش ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا شوي د هلمند ولايت د واشير او سنګين او دکاپيسا ولايت داله ساى دولسواليو په مربوطاتو کې ښخ کړاى شوي وو دملي اردو دځواکونو د وظيفوي فعاليتونو په بهيرکې کشف او شنډ کړاى شول .
0 1 دقیقه لوستل