سیاست

دايران سفارت په شاهين قول اردو دډار اچوونکو بريد وغانده .

کابل باختردثور  دويمه :
دايران داسلامي جمهوريت سفارت  په  ٢٠٩ شاهين قول اردو تروريستي بريد وغانده .
  دباختراژانس دخبرله مخې : دغه سفارت ددغې پيښې په اړوند ديوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره ليکلي دي .په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت سفارت  دبلخ ولايت په دهدادي سيمه کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو په قرارګاه  پرونى تروريستي بريد چې په دغې  قرارګاه کې دميشتو پوځي کدرونو دشهادت او ټپي کيدو سبب شو په کلکه غندي  او په مقدسه اماکنو دمذهبي مناسکو دترسره کولو په حال کې په  لمونځ کوونکو دبريد په غندنې سره دخپلې ژورې خواشينې  مراتب  ددوست او ورور هېواد دافغانستان داسلامي جمهوريت  ملت او دولت او په تيره بيا  ددغه زړه بوږنوونکي پيښې دقربانيانو له کورنيو او پاتې کسانو سره  اعلاموي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته