امنیت

يوه اندازه مهمات دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغى

کابل – باختر دلړم پنځه لسمه:
افغان امنيتي ځواکونو دميدان ښار په مربوطاتو کې يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: يوه اندازه جنګي مهمات چې دوسله والو مخالفينو له خوا دترورستي فعاليتونو دترسره کولو په مقصد دميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې ځاى پرځاى کړى شوې وه؛ دملي اردو ځواکونو له خوا کشف شول.
په همدې حال کې يو تن وسله وال مخالف له يو کلاشينکوف ،يوې تومانچې او يوې ايکم مخابرې سره دميدان ښار په مربوطاتوکې ونيول شو.
ديو بل خبر له مخې، شپږ کلاشينکو فونه چې دوسله والو مخالفانو له خوا دقندهار ولايت دشاه ولى کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترورستى فعاليتونودترسره کولو په مقصد پټ کړى شوى وو دملي اردو دځواکونو له خوا کشف او ترلاس شول.
له بله پلوه دملي دفاع وزارت تاييد کړه چې دملي اردو دوه تنه سرتيرې دقندهار او هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې دماينونو دچاودنې له امله ټپيان شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته