سیاست

پاکستان، د افغانستان حکومت او د طالبانو د خبرو د دويم پړاو کوربه

اسلام آباد اکسپرس – کابل د زمري دمياشتې ٥
د پاکستان يوه جګپوړي امنيتي مقام اعلام وکړ چې د افغانسان له حکومت سره د دغه هيواد د طالبانو د سولې د خبرو دويم پړاو به د راتلوونکې جمعې په ورځ د اسلام آباد په کوربه توب پيل شي.
باختر آژانس د پاکستان د انګليسي ژبې ورځپاڼې اکسپرس تريبيون د انټرنټي سايټ له خولې پرون د يکشنبې په ورځ اعلام وکړ:
د پاکستان د کوربه توب په قطعي کيدو سره، هغه اټکلونه چې په وروستيو ورځو کې د چين او يا د قطر په کوربه توب د دغو خبرو د دويم پړاو د ترسره کولو د احتمال په باب طرحه وو، پاى ته ورسيدل.
د دغو خبرو لومړى پړاو د روان کال د چنګاښ د مياشتې په ١٦ نيټه د پاکستان د پايتخت اسلام آباد د شمال په ٦٠ کيلومترى واټن کې د (مَري) په سياحتي سيمه کې او د چين او امريکا د استازو په شتون ترسره شو.
د پاکستان دغه امنيتي مقام چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ له اکسپرس تريبيون سره په خبروکې اعلام کړى دى چې د دغو خبرو په لومړي پړاوکې ښه مقدماتي ګامونه واخستل شول او د خبرو د شرايطو له سختوالي سره سره هم هيله کيږي د دغو خبرو په نوي پړاوکې ښه پرمختګونه وشي.
ځينې خبرونه، د خبرو په نوي پړاوکې په قطرکې د طالبانو د سياسي دفتر د يوه غړي د پيوستون د احتمال څرګندوى دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته