سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د لومړي مرستيال او سرپرست سترجنرال عبدالرشيد دوستم فرمان !

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٤
د کابل ښار او د هيواد د ولايتونو د امنيتي حالت د ښه والي او د هغو بې نظميو او سرغړونو د مخنيوي په باب چې ترسره کيږي؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د لومړي مرستيال او سرپرست سترجنرال عبدالرشيد دوستم فرمان !
لکه څنګه چې ليدل کيږي په دې وروستيو وختوکې په کابل ښار او دهيواد په ځينو ولايتونوکې امنيتي حالت مخ په خرابوالي دى او خلک له دې پلوه سخت انديښنه لري او سرټکوي او دغې مسئلې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
په کابل ښارکې مرموزې وژنې او د جنسي تيري په تېره بيا په تخار ولايت او په نورو ښارونوکې په ماشومانو شرموونکي جنسي تيري هغه موارد دي چې موږ ته خبردارى راکوي چې د مملکت د مسوولينو په توګه داسې تدبيرونه ونيسو چې دغه شان جرم او جنايتونه پاى ته ورسول شي او عاملين يې کشف او وپيژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.
لکه څنګه چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت دنده ده چې په ټول افغانستان کې امنيت او تيکاو تامين کړي؛ د هيواد د پايتخت او د نورو ښارونو ګرانو خلکو ته د ډاډ ورکولو په مقصد د سختو تدبيرونو د نيولو او د سملاسي اجراآتو په مقصد د هيواد امنيتي بنسټونو ته د دغو مراتبو لارښوونه کيږي.
• خلک لا تراوسه پورې په ښارونوکې د تورو ښيښولرونکو وسايطو د تګ راتګ له امله سرټکوي او باور لري چې ځينې بد امنۍ د هغوکسانوله خوا ترسره کيږي چې په دغو وسايطوکې تګ راتګ کوي.
په دې وسيله ټولو مسوولو بنسټونوته په ټينګار سره لارښوونه کيږي چې د دغه شان وسايطوتګ راتګ پاى ته ورسوي او هغه وسايط چې د دغه فرمان له صادريدو وروسته په ښارکې تګ راتګ کوي؛ ودروي او له سرغړونکو سره دې د قانون له مخې چلند وکړي.
• په کابل ښار او ولايتونوکې دې د غير مسوولو وسله والوکسانو د تګ راتګ په جدي توګه مخه ونيول شي او امنيتي مسوولين دې له هغو غيرومسوولو وسله والوکسانو سره چې له پوځي جامو څخه په استفادې سره په ښارکې تګ راتګ کوي؛ قانوني چلند وکړي او هغوى دې وپيژني او عدلي او قضايي بنسټونو ته دې وسپاري.
• د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزارتونو ته دنده سپارل کيږي چې ښاري انضباط فعال کړي او په دې وسيله دې د هغو پوحي کسانو د تګ راتګ چې د دندې له لرلو او له اړوندو بنسټونو څخه له رسمي مجوز پرته په دې کار لاس پورې کوي؛ مخه ونيول شي او سرغړونکي مجازات شي.
• د ترافيکو پوليس په ښار او شاوخوا کې په لازمه توګه خپلې دندې نه ترسره کوي او له دې پلوه د پايتخت واټونه هره ورځ له تړلتيا سره مخامخ کيږي چې د خلکو او دولت د کارکوونکو په کارکې د ځنډ سبب کيږي.
له دې امله لارښوونه کيږي چې د ترافيکو د پوليسو مسوولين په څلورو لارو او د ښار په نورو سيموکې د کنترولي پوستو په جدي څارنې سره دې په دې برخه کې بې نظمۍ پاى ته ورسوي.
• يو زيات شمېر کسبګر او کارګران شکايت لري چې د پوليسو ځينې منسوبين په غير قانوني ډول د پيسو او د بډې په اخستلو لاس پورې کوي؛ د کورنيو چارو وزارت او امنيه قوماندانيو ته دنده سپارل کيږي چې موضوع وڅيړي او د نتيجې په باب دې په ډير لنډ ممکن وخت کې رپوټ وړاندې کړي او د دغه شان قضيو د تثبيت په صورت کې دې عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.
• د کورنيو چارو او د ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنيت لوى رياست ته په ټينګار سره لارښوونه کيږي چې د کابل ښار د امنيت د تامينولو او له هغو عمومي واټونو څخه د خنډونو د لرې کولوپه اړوند تدابيري پلان چې لارويانو او هيوادوالو ته مزاحمت پيدا کوي؛ بيا وڅيړي او د جمهوري رياست مقام ته دې وړاندې کړي .
• د ولايتونو سرپرستان، امنيه قوماندانان او د ملي امنيت رييسان هم په خپلو اړوندو ښارونو او ولسواليوکې د دغو مواردو په تطبيق مکلف دي .
• په کابل او د هيواد په ولايتونوکې ټولو مسوولينو ته دنده سپارل کيږي چې د مرموزې وژنې او په ماشومانو د جنسي تيريو قضيې دې وڅيړي او عاملين يې وپيژني او د قانون منګولو ته يې وسپاري او د نتيجې په باب دې رپوت وړاندې کړي.
• په نږدې راتلوونکي کې د کابينې د نه جوړيدو له امله رامنځته شوې ستونزې لرې کيږي او د ملي وحدت حکومت له دغه ډب څخه بريالى راوځي او نوى وزيران او واليان به وټاکل شي او هغه کسان چې دغو مسئلو ته پاملرنه نه کوي او خپلې دندې په جدي توګه نه ترسره کوي؛ په جدي توګه به مجازات شي.
د هيواد د ملي امنيت شورا ددغه فرمان د تطبيق مسووليت په غاړه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته