امنیت

شپاړلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

-کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٦
دهيواد په شمال او شمال ختيح زون کې پرون شپاړلس تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو جزوتامونو دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ دنويد – ٣٣ عملياتو په بهير کې دبغلان ولايت دمرکزى بغلان ولسوالۍ دمنګليانوکلي په مربوطاتو کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي،څلور تنه ټپيان د ډنډغورى په عرب تپه کې دوه تنه دښمنان وژل شوي دوه تنه ټپيان او يو تن مشکوک ونيول شو.
دغه راز دملي اردو دځانګړى قطعې دځواکونو په شپنې عملياتو کې چې دکندز ولايت دچهار درې ولسوالۍ دجات يتيم ،نهرصوفي ،سرخکا او جمعه بازار په کليو کې درې تنه وسله وال ډار اچوونکى وژل شوي او دهغوى سرګروپ قارى عزت الله ټپي شو او دهغوى يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول.
دغه راز د فارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دښمن په سنګرونو دهوايي بريدونو له امله دوه تنه طالبان ووژل شول ، درې تنه ټپيان او د دښمن درې موټرسايکلونه له منځه وړل شوي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته