سیاست

د کورنيو چارو وزير: د هيواد د ولايتونو او د لويو لارو د امنيتي حالت ښه والى زمونږ لومړيتوب دى

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٣
د کورنيو چارو وزير وايي چې د هيواد د نا امنو ولايتونو، لويو لارو او د زيان مننوونکو سيمو د حالت څيړنه او ښه والى د دغې ادارې د لومړيو سل ورځو کاري پروګرام لومړيتوبونه دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي د خپل لومړنى سل ورځنى کاري پروګرام په وړاندې کولوکې وويل چې همدا اوس د هيواد ٢١ ولايتونه تر لوړ او منځني امنيتي ګواښ لاندې دي او په دغو ولايتونوکې د امنيت تامينول د دغه وزارت په لومړيتوب کې ځاى لر‌ي.
ده زياته کړه چې ډيرې زياتې نا امنۍ له پاکستان سره د سرحدي سيموکيږي چې تروريستان له دې لارې افغانستان ته اوړي او غواړي په هيوادکې اډه جوړه کړي، خو امنيتي ځواکونه به هغوى ته د دې وخت ورنکړي.
له فساد سره مبارزه، د پوليسو په ليکو او له هغو څخه بهر له نشه يي توکو سره د مبارزې څرنګوالى، د سرحدونو د ساتنې په مقصد د سرحدي پوليسو د زونونو جوړول، د پوليسو په ليکوکې د تروريستانو د نفوذ مخنيوي او له غير مسوولو ډلو څخه د وسلو راټولول هم د کورنيو چارو د وزير د پروګرامونو يوه برخه ده.
علومى وويل چې په تيرو دريو مياشتوکې يې د نشه يي توکو څه د پاسه ١٠٠٠ تنه قاچاق وړونکي له څه دپاسه ٣٠ ټنو نشه يي توکو سره نيولي دي چې په هغوکې ٢ ستر نړيوال قاچاق وړونکي هم شامل دي.
نشه يي توکي د ترورستانو ډيره ستره مالي سرچينه بلل کيږي او تروريستان په کال کې له دې پلوه په مليونونو ډالره پيسې ترلاسه کوي.
د کورنيو چارو وزير وايي چې د سيمې د هيوادونو په ملاتړ او همکارۍ کې يې له دغې پديدې سره مبارزې ته زور ورکړى دى چې په نتيجه کې يې د نشه يي توکو ستر قاچاق وړونکي له تجريد سره مخامخ کړي دي او پوليسو څه ناڅه ١٠٠ تنه منسوبين يې چې د نشه يي توکو په قاچاقوکې يې لاس درلود؛ پيژندلي او محکمې ته يې معرفي کړي دي.
نورالحق علومي د هيواد د سرحدي ځواکونو او د سترو پولو د ساتنې په اړوند وويل چې د سرحدي پوليسو ځواکونه په کمي او کيفي لحاظ ښه سمبال او روزل شوي دي او د تروريستانو او د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د نفوذ د مخنيوي لپاره د هيواد د پولو ساتنه پياوړې شوې ده.
د کورنيو چارو وزير ټينګار وکړ: له غير مسوولو وسله والوکسانو څخه د وسلو راټولولو بهير يې په جدي توګه تعقيبوي او د فساد دله منځه وړلو او دوسلو د جواز د ويش په بهيرکې هم جدي اصلاحات رامنځته کړي دي.
ده د وسلو د جواز د ويش په بهيرکې د فساد شتون ومانه او ويې ويل چې مخکې له دې د يوې وسلې د جواز د صادرولو لپاره آن تر لسو زرو ډالرو پورې ورکول کيدل او اخيستل کيدل.
له ډار اچونې سره په مبارزه کې د پوليسو  د سر زيان د کمښت د لارو چارو څيړنه، ، په پوليسوکې د ظرفيت جوړول، د سيمه ييزو پوليسو د کړو وړو څارنه او پياوړتيا او د ښځينه پوليسو زياتوالى، د امنيتي ځواکو ترمنځ د همغږۍ پيدا کول او له قضايه قوې سره د دغو ځواکو د همکارۍ پياوړتيا د کورنيو چارو د وزير د لومړى سل ورځنى پروګرام يوه بله برخه ده.
علومي وايي: د پوليسو د مشرتابه په کچه او ليکوکې د ښځو د رول د پياوړتيا لپاره يې يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي چې ترکيې ته د زده کړې د ٤٠٠ ښځو استول د دغه پروګرام يوه برخه ده .
د څه دپاسه ٢٠٠٠ پوځي عملياتو اجرا کول هم د کورنيو چارو د وزير د پروګرام د لومړيتوبونو يوه برخه ده چې د ده په خبره پخوا اجرا شوى دى .
نورالحق علومي وويل چې په تيرو دريو مياشتوکې يې څه دپاسه ٢٠٠٠ ګډ پوځي عمليات ترسره کړي دي چې له امله څه ناڅه ١٠٠٠ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او کابو ٥٠٠ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
علومى زياته کړه چې په دغو عملياتوکې څه ناڅه ١٣٠ تنه ډار اچوونکي نيول شوي ، ٦٤٢ماينونه شنډ او نږدې ١٠ زره کيلوګرامه چاويدونکي توکي هم کشف او شنډ کړاى شوي دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې د څرنګوالى په مقصد د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره د اړيکو او همکاريو پياوړتيا، له نړيوالو بنسټونو سره همغږۍ او د بهرنيو مرستو جلبول هم هغه مسئلې دي چې د کورنيو چارو وزارت د لومړى سل ورځنى کاري پروګرام يوه برخه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته