کابل / د وږي ۳۰ مه / باختر
افغان ځواکونو د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په ماتکي دښته کې د وسله والو مخالفانو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف کړې او له منځه یې وړې ده.
له ۲۱۵ میوند قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې افغان ځواکونو د نادعلي په ماتکي دښته کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې د وسله والو مخالفانو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په زېرمه کې ۱۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي او ۹۵ ماینونه کشف او شنډ شوي او دوه ساتونکي یې هم نیول شوي دي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ