سیاست

د افغانستان او ایران د پولې په اوږدو کې د وروستۍ پېښې په ځاې کې د دواړو هېوادونو د سرحدي کمېساریو په کچه د څېړنو پر پیل هوکړه وشوه

کابل / د غويي ٢٤مه / باختر د افغانستان او ایران د پولې په اوږدو کې د وروستۍ پېښې د حقیقت موندنې په موخه له ایران سره د پيل شويو مذاکراتو په لړ کې د پېښې په سیمه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي کمېسارېو د مسوولینو په کچه د څېړنو پر پیل هوکړه وشوه. د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ ټاکل شوې ده دغه څېړنې نن د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۳۳۵ هـ ل اړوند د افغانستان او ایران د سرحدي کمېسارانو د تړون پر بنسټ پیل شي. د دواړو هېوادونو د سرحدي کمېساریو په کچه د څېړنو پیل او حقیقت موندنې به د پېښې د څرنګوالي د تشخیص او عدالت د تامین لپاره لاره هواره کړي. د افغانستان حکومت دغه پېښه د عدالت تر تامینېدلو پورې به په ټول قوت سره وڅېړي.# پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته