سیاست

قاضي القضات د ايران له سفير سره په کتنه کې هيله و کړه چې په دغه هيواد کې افغان بنديان خپل هيواد ته ستا نه کړاي شي

کابلباختردچنګاښ ٢٦ مــــــــــــه

د افغا نستان د اسلا مى جمهوريت قاضي القضات نن په کابل کې دايران له سفير سره په کتنه کې هيله و کړه چى ددوا ړو هيوادو ترمنځ دمجرمينو د استرداد د تفاهم ليک په رڼا کې هيواد ته دپنځو زرو افغان بنديا نو د ليږد ونې زمينه برا بره شي

 دسترې محکمې يو خبرځاى باختر ا ژانس ته خبر ورکړ: قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي نن په کا بل کې د ايران د اسلامي جمهوريت له سفير سره د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه چې اسلا مي او ديني اشترا کات او ښه ګاونډيتو ب دواړه هيوادو نه لا زيات نږدي کړي

دغه را ز قاضي القضات په حقوقي او قضا يي برخوکې همکاري سره اړيکى ونيولى اوددواړوهيوادونو ترمنځ دمجرمينو داسترداد دتفاهم ليک نافذ ول يي ددوه اړخيزي همکاري ښه زمينه و بلله اوهيله يي و کړه چې د هغې په رڼا کې د هغو نږدي پنځو زرو افغان بنديا نو ته چې په بيلا بيلو دليلونو ددغه هيواد په جيلو نوکې شپي سبا کوي دليږد ونې زمينه برا بره شي لکه څنګه چې ددغه هيواد د کورنيو چارو وزير تيرکال له قاضي القضات سره په کتنه کې په همدى برخه کې د همکاري ژمنه هم کړي ده

 دغه را ز قاضي القضات د هغو متقا بلو همکاريو په لاره کې چې په اسلام اباد ښارکې دعدالت په نړيوال کنفرانس کې دايران دقضائيه قوى د مرستيال اود افغا نستان دقاضي القضات ترمنځ د هغى په باب خبري وشوې ، هيله څرګنده کړه چې په دې برخه کې لازم عملي فرصتو نه برابرشي

په مقا بل کې د ايران د اسلا مي جمهوريت سفير له قاضي القضات سره د کتنې له ا مله خو ښي څرګنده کړه او ژمنه يي و کړه چې په کا بل کې د ايران د اسلا مي جمهوريت دسفير په تو ګه به د متقا بلو قضا يي همغږيو او همکاريو ښي زمينې برا بري کړې او په دې لاره کې به اغيزمن او عملي ګامو نه وا خلي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته