امنیت

شل طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل /دکب ٢٤ / باختر
شل وسله وال طالبان په هلمند کې له افغان ځواکونوسره په يولړ هوايي بريدونوکې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانوتېره شپه د کرشګ ، نهر سراج او د ناد علي په ولسواليو کې د دوى په سنګرونو بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې بريدونوکې د شپږو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٦ وسله وال طالبان ووژل شول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي دغه طالبان د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په طرحه کولوبوخت و چې پرې بريدونه وشول.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د هلمند له ګڼ مېشتولارو څخه د١٦ ماينونوپه کشفولوسره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
د دغو ماينونو د ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
سيمه ييز خبرځايونه طآلبآن د دغو ماينونو د ښخونو عاملين بولي
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته