کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٤ نيټه
وسله والو طالبانو تېره شپه په سرپل ولايت کې د وګړنيو پاڅون کوونکو يو قوماندان شهيد کړ.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني باختر آژانس ته وويل چې د سانچارک ولسوالۍ د تبر کلي د وګړنيو پاڅون کوونکو قوماندان نورالله دوسله والو طالبانو په بريدکې شهيدکړاى شو او دوه تنه ملګري يې ټپيان شول.
ده وويل: سيمې ته د کومکي ځواکونو په رسيدوسره طالبان وتښتيدل.
پاى جذ