جلال آباد/ باختر د لیندۍ ۷ مه
د وسله والو طالبانو د ډلې د درېیو تنو جګپوړو قوماندانانو په ګډون د دغې ډلې ۲۷ غړي په ننګرهار ولایت کې ووژل شول او په لسګونوتنه نوریې ټپیان شول.
په دغوطالبانو تېره شپه د خوږیاڼيو ولسوالۍ د زاوي په کلي کې د دوی په پتنځیو بریدونه شول .
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په لږلوسره وايي چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په دغه برید کې د طالبانو درې تنه جګپوړي قوماندان له ۲۴ تنوغړو سره یې وژل شوي دي .
ملا عبید، ملاجنباز او ملا مخلص د ملي امنیت د مامورینو په ناڅاپي برید کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاته کړې ده چې په دې برید کې په خوږیاڼيو ولسوالۍ کې د طالبانو څو پتنځي له ټولو جنګي وسایلو سره یې دړې وړې شوي دي.
ختم/ ع