کابل/ باختردکب دمياشتې ١٨مه
اته تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې دپوځيانو دتوپونو په ډزوکې ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په ځينوسيمو کې بريدونه وشول.
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو بريدونو کې ٨ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ٤ تنه نور يې ټپيان شوي دي .
د رپوټونوله مخې: وسله وال طالبان کله چې د يو لړ ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو، د پوځيانو له خوا پرې بريدونه وشول. پاى ذکرالله