کابل باختر د زمري څوارلسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن د پاکستاني رسنيو له يوشمېر ژورناليستانوسره وکتل .
د باختر آژانس د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان د رسنيو د ليدنو او کتنو د پروګرام مسوول اسدالله داوودزي وويل چې د ليدنو کتنو هدف د افغانستان او پاکستان د رسنيو ترمنځ د مثبتو خبرونو رواجول او دغه راز د دواړو هيوادونو ترمنځ د دايمي اړيکو ټينګښت او د رسانه يي اړيکو پراخ بنسټه کول دي.
ده زياته کړه: موږ غواړو چې له دې لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښه نيت رامنځته شي.
دغه راز پاکستاني ژورناليستانو د دواړوهيوادونو د رسنيو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په اړوند خپلې نظريې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير سره شريکې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د هغوى د نظريو له اوريدو وروسته څرګنده کړه چې د اطلاعاتو او واقعيتونو د منعکس کولو په خاطر دې ته اړتيا ده چې د لومړي لاس خبرونه په سمه توګه او له تحريف پرته په رسينوکې خپاره شي.
دغه راز په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي اداري او د ګرځندوى معين زردشت شمس وويل چې د پاکستاني رسنيو خپرونې په افغانستان کې د خلکو لپاره د ترلاسه کولو وړ دي، خو په پاکستان کې د افغانستان د رسنيو خپرونې د پاکستان د خلکو لپاره د ترلاسه کولو وړ نه دي .